ایکنا د صدای البلد له قوله راپور راکړ، د چیچنیا ولسمشر رمضان قدیروف یوه ویډیو خپره کړې ده چې په هغې کې دهغه زوی آدم قدیروف نیکتا ژوراویل چې په ولګوګراډ کې د قرآن د سوځونې په تور نیول شوی ؤ ،وهي ټکوي او ورسره ښکیل شوی دی.
قدیروف ددغه مطلب په خپرولو سره روښانه کړې ده ، نه غواړم ،د چاسپکاوی وکړم ، په انټرنیټ کې تر اوسه په دې باب چې آدم قدیروف نیککیتا ژوراویل چې د قرآن سپکاوی ئې کړی دی،په کوتکو وهي ، خو باید ووایم چې هو دغه پيښه رامینځةشوې ده او هغه سم کار کړی دی.
هغه زیاته کړې ده ، باؤري یم هرڅوک چې چې د قرآن کریم سپکاوی وکړي، د هیواد لسګونو میلیون ښاریزو سپکاوی ئې کړی دی او باید سخت سزا شي.
د چیچنیا ولسمشر دې ته په اشارې سره چې روسیه د مقدسو کتابونو د ساتلو لپاره ځانګړی قانون لري چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لاسلیک کړی دی ، ووئيل، ددغه هیواد د ښاریزو مذهبی ارزښتونه دحکومت په وسیله په ترټولو لوړه سویه ساتل کیږي او دسپکاوي کونکي عاملان ددغه کار خنډ نشي کیدلی. هغه وئیلي دي، له اغراق پرته زه د خپل زوي په دغه کار ویاړم ، هغه د خپل عزت دفاع کړې ده او باید دهغه احترام وشي.
په روسیې کې د قرآن کریم سوځول او سپکاوی ئې د ډیرو اروپائي هیوادونو په اپوټه سخت منع دي او په دې لړ کې هرډول اقدام سخته قانوني سزا لري.